د پاکستان د پوځ مشر د سعودي عربستان له ولیعهد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سعودي عربستان ته تللی دی او په جده کې یې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي. دواړو لورو پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي خو په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي. دوی همدا راز په سیمه او نړۍ کې پر روان وضعیت او شته ننګونو هم بحثونه او خبرې کړې دي. پاکستاني رسنۍ وایي چې په دې لیدنه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر هم حضور درلود او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې هم ټینګار کړی دی.
































