ال پایس ورځپاڼې د اسپانیا د دفاع وزارت په حواله ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې تر شل کلن ماموریت وروسته خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي. اسپانیا ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې له پیله تر اوسه درې میلیارد او ۵۰۰ میلیونه یورو مالي لګښتونه کړي او سل سرتېري یې په دغه جګړه کې له لاسه ورکړي دي. اوسمهال په افغانستان کې د اسپانیا ۲۴ نظامي پرسونل او دوه ژباړونکي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي چې ډېر ژر به له افغانستان څخه ووځي. ورځپاڼې د اسپانیا د دفاع وزارت په حواله ویلي، افغانستان کې د دوی ماموریت د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشوره وه او کله چې افغان ځواکونه په یوازې ځان د دغه بار له عهدې وتلی شي نو د دوی حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي.
































