د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې بهرني ځواکونه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان دولت ته سپاري. نوموړي زیاته کړې چې بهرني ځواکونه به تر وتلو وروسته خپل یو شمېر تجهیزات له منځه یوسي خو لویه برخه تجهیزات او وسایل به افغان دولت ته وسپاري. محب دغه راز ویلي چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو کلونو کې نه لیدل کېږي. هغه د استانبول کنفرانس ته په اشارې ویلي چې تر اوسه پورې د یادې ناستې د ترسره کېدو دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې او تر اختر وروسته به په دې اړه معلومات کېږي چې دوی به یې هم پر وخت له خلکو سره وروستي معلومات شریک کړي.
































