د وروستیو معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې ۵۱۰۳۳۶ کسه له کرونا ویروس رغېدلې دي. همدا راز په ټوله نړۍ کې ۲۰۸۳۳۰۴ کسه په کرونا اخته دي چې له دې ډلې ۱۳۴۶۱۵ یې مړه کړي دي. امریکا د مړینې او مثبتو پېښو له اړخه د لېست په سر کې ده. په دغه هېواد کې ۶۴۴۰۸۹ کسان په کرونا اخته شوي او ۲۸۵۰۹ کسه یې مړه کړي دي. همدا راز په ایټالیا کې د مړو شمېر ۲۱۶۴۵ ته رسېدلی دی. هسپانیا کې یې ۱۸۸۱۲، فرانسه کې یې ۱۷۱۶۷، برېتانیا کې یې ۱۲۸۶۸ او ایران کې یې ۴۷۷۷ کسه مړه کړي دي.
































