ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي. نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په شپه هم عام افغانان د وير پر ټغر کېنول. هغه امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ددې پېښې غچ له طالبانو واخلي. بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او هغه یې انسان ضد او بشر ضد جنایت یاد کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما هم په یوه پیغام کې د نجونو پر ښوونځي موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی او په دې اړه یې خپلې خواخوږۍ مراتب د قربانیانو له کورنیو سره شریک کړي دي.
































