امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده. والسټرېټ ژرونال د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېري، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړي. په راپور کې راځي چې امریکا غواړي همداسې یوه نظامي اډه چې یاد امکانات ولري په تاجکستان یا ازبکستان کې ولري، خو که دلته شرایط برابر نه شول ان په خلیجي هېوادونو او خپلو نظامي بېړیو کې به هم د سرتېرو ځای پر ځای کولو باندې فکر کوي. دغه امریکايي رسنۍ وايي چې په همدې تړاو زلمي خلیلزاد د سیمې له ګڼو هېوادونو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
































