د اروپايي او ځینو اسیايي هېوادونو مشرانو په یوه ګډه غونډه کې ټینګار کړی دی چې د واکسینو تولیدوونکي ستر هېوادونه باید ژر تر ژره د واکسینو انحصار پای ته ورسوي او نورو نړیوالو ته دې هم په دې پروسه کې برخه ورکړي. دوی نیوکه کړې چې امریکا د سترازینکا واکسین ټول د ځان لپاره انحصار کړي دي او نورو هېوادونو ته یې نه دي صادر کړي. امریکا بیا ویلي چې د شپېتو میلیونو دوزو په شاوخوا کې واکسین به د نړۍ نورو هېوادونو ته ولېږي. د هند لومړي وزیر هم په دې انلاین غونډه کې ګډون کړی و او له نړیوالو یې د واکسینو مرسته غوښتې ده، اروپايي ټولنې ورسره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































