د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پوستې قومندان او یو پولیس وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی. د سیمې پولیسو ویلي چې دا پېښه د پېښور او کراچۍ د لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو پر پوسته د وسله والو د برید په پایله کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي چې دا برید پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو کړی دی چې د مقابل لوري په ډزو کې دواړه وژل شوي دي. د برید پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د کرښې پورې غاړې ته هم پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو بریدونه ډېر شوي دي چې د ډېرو هغو پړه یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.
































