استرالیا وایي دوی به له افغانانو او افغان حکومت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره کابل ته راغلې وه او دلته یې پر بېلو مسایلو له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي. ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې وزیرې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او ګڼو نورو افغان چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې هغې ټینګار کړی چې استرالیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او د سرتېرو وتلو وروسته هم د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. استرالیا ویلي چې له افغانستان د سرتېرو ایستل به د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي او تمه یې ښوودلې چې د افغان سولې لپاره روانې هڅې ژر تر ژره مثبتې پایلې ولري.
































