د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو هر اړخیزه څېړنه او پلټنه وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو کې په لوی لاس د ملکي وګړو د وژلو او په نښه کولو پېښې رامنځ ته کېږي چې د جدي اندېښنې وړ دي. دغه کمیسیون له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې یو بې پرې او با صلاحیته پلاوی وګوماري څو په افغانستان کې وروستۍ ترهګریزې پېښې وڅېړي او معلومه کړي چې لاملین یې څوک دي او کومې ډلې په دې ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي د ملکي وګړو وژل په هر نامه چې وي بشر ضد جنایت او دوی یې په کلکو ټکو غندي.
































