د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دوو بېلو بریدونو کې اته پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ تېره شپه ناوخته ویلي چې دا بریدونه کوټې ته څېرمه په مارګټ سیمه کې او بل هغه د ایران سرحدي پولې ته نږدې شوي دي چې په پایله کې یې درې عسکر وژل شوي او پنځه نور سخت ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې د دغو دواړو بریدونو پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې په بلوچستان کې د ډېریو ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو منلی دی.
































