نیو ډېلي ورځپاڼې د کابل په دشت برچي او لوګر کې پر زده کوونکو باندې شویو خونړیو چاودنو ته په اشارې ویلي چې پر زده کوونکو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی. له اسټرالیا څخه خپرېدونکې نیو ډېلي ورځپاڼې ویلي چې که څه هم دغه کرغېړن عمل په نړیواله کچه وغندل شو خو دغه غندنه به اوس د قربانیانو د کورنیو کوم درد دوا کړي. ورځپاڼې زیاته کړې چې پر ښوونځیو او نورو عامه ځایونو باندې برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی. ورځپاڼه کې په افغانستان کې د اسټرالیا د سفارت له قوله راغلي چې ښکېل اړخونه دې د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او له فرصت څخه په استفادې دې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې ډېرې کړي.
































