د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې پخوانی ولسمشر، د افغانستان د رنځېدلو خلکو لپاره چې هره ورځ له درد او مرګ سره مخ دي، درې ورځنی اوربند هم د ارام ساه اخیستو یو ښه فرصت بولي او هرکلی یې کوي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، د افغانستان خلک دایمي اوربند او تلپاتې سوله غواړي او دا يي طبیعی حق دی. نوموړي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د پردیو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي، له خپل هېواد او خلکو سره د مینې پر اساس او اسلامي او انساني ارزښتونو ته د درناوي لپاره دې دا اوربند دایمي کړي او خپلې ټولې هڅې دې د سولې د خبرو پر بیا پیل او کامیابولو متمرکزې کړي.
































