ارګ وایي چې د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې له اعلان شوي اوربنده خبر دي خو وایي چې د دوی او افغان ولس ټینګار پر دایمي او واقعي اوربند دی. د ارګ له لوري په همدې تړاو خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري. خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري. خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتو هم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه ده. د خبرپاڼې وروستۍ برخه کې راغلي چې ولسمشر غني، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعات کړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو هېوادوالو ساتنه او دفاع وکړي.
































