په لوګر کې د هدفي بریدونو په دوان تازه د مرکز پل علم د لومړۍ امنیتي حوزې آمر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي ویلي چې دغه وسله وال برید نن تر غرمې وروسته د مرکز پل علم په شهیدانو چوک کې شوی دی. په دې پېښه کې د یادې حوزې پخوانی آمر هم ټپی شوی دی. دا پېښه داسې مهال کېږي چې په وروستیو درېیو ورځو کې په لوګر کې درې پرله پسې هدفي بریدونه شوي دي. تېره ورځ ددغه ولایت د اقتصاد رییس هم په یوه وسله وال برید کې ووژل شو چې تر اوسه یې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
































