ولسمشر غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برېتانیا د پوځ له لوی درستیز جنرال سرینک کارتر سره کتلي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې درېواړو لورو په دې لیدنه کې تر ډېره پر افغان سوله او په دې بهیر کې د پاکستان پر رول خبرې کړې دي. ولسمشر غني ویلي چې په افغان سوله کې د پاکستان رول خورا مهم دی ځکه دغه هېواد پر طالبانو پوره نفوذ لري او د روانې جګړې په ختمولو کې دا نفوذ مهم رول لوبولی شي. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې له اقتصادي همکاریو او متقابل احترام پرته بله لار نه لري او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستاني لوري غږ کړی چې په صادقانه توګه دې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او د روانې جګړې په پای ته رسولو کې دې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
































