د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه شاوخوا ۱۴۰ افغانان تر ډېره د هستوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په سعودي عربستان کې بندیان وو، چې د جریمې له ورکړې پرته ازاد شوي او د یوه ځانګړي پرواز له لارې افغانستان ته لېږدول شوي. افغان حکومت ویلي چې دا کار یې په سعودي عربستان کې د خپل سفارت په هڅو او د یاد هېواد د حکومت په همکارۍ کړی دی. تر دې وړاندې هم له ایران او سعودي عربستان ګڼ بندي افغانان هېواد ته لېږل شوي دي.
































