د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه او بوږنوونکې وه چې زیان یې عامو افغانانو ته رسېدلی دی. دده په خبره سره له دې چې د درې ورځني اوربند هرکلی کوي، خو افغانان دایمي اوربند غواړي او ښکېلې خواوې باید د خپل ولس غږ واوري. هغه د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی او یو ځل بیا یې ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او ښکېلې خواوې باید د خبرو له لارې ددغه جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.
































