د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا پر وړاندې ځانګړې شوې څانګې په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د کرونا ویروس څلور خطرناکې بڼې تشخیص شوې دي چې هندي بڼه یې هم ډېره خطرناکه ده. د سرچینې په خبره دغه بڼه په چټکۍ پراختیا مومي او اخته کېدونکی کس له سختو حالاتو سره مخ کوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا دا بڼه په نورو هېوادونو کې هم خپره شوې ده. هند په وروستیو کې د کرونا وبا له سختې څپې سره مخ دی چې هره ورځ په دغه هېواد کې تر ۴ زره ډېر کسان وژني. د نړۍ ګڼو هېوادونو له هند سره پر سفرونو کلک بندیز لګولی دی.
































