د تخار ولایت په پنځه ولسوالیو کې وروستیو سیلابونو شپږ کسان مړه کړي دي. سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت په پنځه ولسوالیو چال، فرخار، بنګي او یو شمېر نورو سیمو کې سیلابونو د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه کړي دي. چارواکي وایي چې راوتلیو سیلابونو دغه راز ۱۲ کورونه ویجاړ کړي، ۶۰ څاروي له منځه تللي او څلور سوه هکتاره کرنیزه ځمکه اوبو وړې ده چې خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سیلابونه راووتل چې له امله یې شاوخوا سل تنه مړه او تر دې ډېر نور ټپیان شول.
































