په روسیه کې په یو ښوونځي کې د دوو وسله والو په برید کې نهه زده کوونکي وژل شوي دي. ټاس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په کازان ښار کې د دوو وسله والو په ډزو نهه تنه وژل شوي چې ټول یې زده کوونکي وو. راپور کې د روسي چارواکو له قوله راغلي چې نامعلومو وسله والو له دوو لوریو څخه د ښوونځي د رخصتۍ پر مهال پر زده کوونکو ډزې پیل کړې چې په پایله کې یې یاده مرګ ژوبله واوښته. د روسیې استخباراتي سرچینو ټاس اژانس ته ویلي چې په یاده پېښه کې تورن یو ۱۷ کلن ځوان یې نیولی دی. تر اوسه د برید انګېزه روښانه نه ده خو پولیسو ویلي چې دوی خپلې پلټنې پیل کړې دي.
































