له ولسمشر غني سره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له پرونۍ کتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره زیاتې هیلې غوړېدلې دي. شاه محمود قریشي وویل، په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او امنیت لپاره حیاتي ده. ده وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې له افغان مشرانو سره په لوړه کچه غونډې وکړې او د افغانستان د سولې پر پروسې یې خبرې ورسره وکړې. نوموړي وویل، امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو اعلان کړی، نور مسوولیت د افغانانو پر غاړه دی چې په خپل هیواد کې سوله راولي. د راپور له مخې، قریشي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره خبرې اترې یوازینۍ حللار وبلله.
































