د برېتانیا د پوځ لوی درستیز له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي. جنرال نیکلاس پاتریک کارتر وایي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو جګړه هېڅ راز توجیه نه لري او د افغانانو پر وړاندې جګړه ده، نو باید پای ته ورسېږي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي چې له افغان حکومت سره ددوی همکارۍ دوام کوي. دده په خبره د افغان حکومت مسوولیت دی چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او په دې برخه کې د برېتانیا همکاري ورسره شته ده.
































