د راپورونو له مخې حماس ډلې په تېرو څو ساعتونو کې په بې مخینې توګه د اسراییلو پر مرکز ۱۳۰ توغندي توغولي دي چې درې اسراییلیان پکې وژل شوي دي. بلخوا اسراییلو بیا خپل هوایي بریدونه د غزې پر نظامي هدفونو ډېر کړي دي. په وروستي اقدام کې یې د حماس ډلې د مشرانو پر یوه ۱۳ پوړیزه ودانۍ هوایي برید کړی او نړولې یې ده. په غزه کې د یوه روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په وروستیو نښتو کې تر دې دمه ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي. د اسراییلو او فلسطین ترمنځ نښتې وروسته له هغه ډېرې شوې چې اسراییلي عسکرو په بیت المقدس کې پر فلسطینیانو برید وکړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.
































