چین یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی خو د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې دی. د نوموړي په خبره چین په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او ددې غوښتونکی دی چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ختمه شي او ټول اړخونه د یوې دایمي سولې پر طرحه توافق وکړي. هغه همدا راز ویلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو ملاتړي دي او ددې غوښتونکي دي چې دغه ځواکونه د سولې په پروسه کې مداخله و نه کړي او د جګړو د دوام سبب نه شي. چین د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي چې د سولې په برخه کې هڅې سره همغږې کړي او دلته د روانې جګړې د ختمولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
































