د نورو په ګټه د خپل هېواد ویجاړول په هېڅ راز اسلامي او ملي اصولو برابرعمل نه دی. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې طالبان تورن کړي چې د پردیو لپاره د خپل هېواد په ویجاړولو بوخت دي. دده په خبره د پردیو په ګټه د خپل هېواد ویجاړول له ټولو اسلامي اصولو او ملي ګټو سره په ټکر کې عمل دی. هغه زیاته کړې چې د روانې جګړې د اوږدولو لپاره د توجیه او دلیل راوړل یوازې د ځان تېر ایستل دي. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د مذاکراتو مېز ته راوګرځي. هغه دلته روانه جګړه پردۍ او د پردیو د ګټو جګړه بللې ده.
































