امریکاوايي له افغانستان یې د سرتېرو د وتلو بهیر ۱۲ سلنه بشپړ شوی دی. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي له افغانستان د سرتېرو د وتلو بهیر له ځانګړو تدابیر سره پر مخ روان دی. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي چې د هر ډول احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي او هڅه کېږي امریکایي ځواکونه په امنه فضا کې خپلو کورونو ته ستانه شي. کربي زیاتوي چې د سرتېرو د وتلو بهیر له ۶ تر دوولس سلنې بشپړ شوی دی. تر دې وړاندې هم امریکایي چارواکو ویلي وو چې د سرتېرو د وتلو بهیر یې په منظمه توګه مخ ته روان دی او هڅه کېږي دا لړۍ په ډاډمنه توګه بشپړه شي.
































