په ایران کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنه روانه ده. په دې لړ کې د ګڼو کسانو تر څنګ د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد هم په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند کېدو لپاره نوملیکنه کړې ده. هغه ویلي چې د خلکو او پلویانو تر پرله پسې غوښتنو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده. احمدي نژاد تر حسن روحاني مخکې د ایران ولسمشر و، چې د واکمنۍ پر دوره یې ګڼې نیوکې موجودې دي. بلخوا د ایران اوسني ولسمشر بیا ویلي، چې سر له اوسه یې پر کارونو نیوکې روانې دي او په خبره یې د ټاکنو نوماندان هڅه کوي په دروغو او بې اساسه خبرو دده په حکومت کې نیمګړتیاوې پیدا کړي او د ځان لپاره کمپایني ګټه ترې پورته کړي.
































