د راپورونو له مخې په وروسته له هغه چې ایران ته په نږدې اوبو کې د ایران د سپاه پاسداران نظامي کېښتۍ امریکایي نظامي بېړیو ته نږدې شوې امریکايي پوځيانو ډزې ورباندې کړې دي. راپورونه وایي چې امریکایي ځواکونو د ایراني کېښتیو پر لوري د خبرداري دېرش ډزې کړې دي او تر هغه وروسته ایراني کېښتیو له سیمې پښې سپکې کړې دي. د امریکا ددفاع وزارت او سمندري ځواکونو خبرداری ورکړی چې که بیا ځلې د ایراني کېښتیو دغه ډول تېروتنه تکرار شي له سخت غبرګون سره به مخ شي. امریکا وایي داسې ښکاري چې ایراني عسکرو په قصدي توګه د امریکایي سترو بېړیو پر لور مزل کاوه.
































