نوموړي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ددوی ارزونه ښيي چې کرونا ویروس له خپلې لوړې مرحلې اوس په امریکا کې مخ پر ځوړ دی او ورو ورو د اخته کسانو ګراف ټيټېږي. نوموړي همدا راز ویلي چې راتلونکو ساعتونو کې به د سوداګرۍ او بازارونو د پرانیستې په اړه هم خپله پرېکړه اعلان کړي. دده په وینا کرونا خلک وژني خو کرنټین هم په امریکا کې بحران زېږولی شي. په امریکا کې دمګړی تر دېرش زره ډېر خلک کرونا مړه کړي دي او تر ۶۴۴۳۴۸ پورې کسان ورباندې اخته دي. امریکا اوسمهال له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ ده، د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه نږدې ۱۷ میلیونه امریکایانو له حکومت د پور اخیستلو غوښتنلیکونه سپارلي دي.
































