په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولین وايي، امریکايي ځواکونه د دغه ولایت له هوايي ډګره په بشپړ ډول ووتل. د کندهار له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو وتلو بهیر نږدې څلور میاشتې مخکې پیل شوی، چې د ځايي چارواکو په وینا وړمه ورځ له کومو رسمي مراسمو پرته بشپړ شو. ځايي چارواکو ویلي، امریکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې شته تجهیزات افغان پوځ او د افغانستان ملکي هوايي چلن ته سپارلي دي. د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي وايي، امریکايي ځواکونه له کندهار هوايي ډګره وتلي دي، خو په وینا یې رسمي مراسم ښايي له اختر وروسته ترسره شي. کندهار هوايي اډه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره او لومړنۍ هوايي اډه بلل کېده.
































