د ولسمشر غني سلاکار اکرم خپلواک وايي، ولسمشر غني پر داسې نوي میکانیزم کار کوي چې له مخې یې د سولې هڅې رهبري او همغږې او د سولې بهیر کې ملي اجماع رامنځ ته کړي. خپلواک ویلي، د ولسمشر غني د دې میکانیزم موخه د سولې بهیر او ملي مسلو لپاره د جمهوریت د ګډ دریځ او د ټولو افغانانو، سیاسي بهیرونو او لورو یوه اجماع رامنځ ته کول دي. د نوموړي په باور دا نوی میکانیزم به تر کوچني اختر وروسته اعلان شي. اوسمهال د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې شورا د سولې هڅې همغږې کوي او تېر کال د همدې موخې لپاره جوړه شوه، خو خپلواک وايي، د دې نوي جوړښت کار هم له عبدالله سره په همغږۍ روان دی. خپلواک وايي، له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د لیدلو موخه هم د سولې بهیر او ملي مسایلو کې د ګډ دریځ لپاره ده.
































