د افغانستان ولسي جرګې، د بشري حقونو او د مدني ټولنې غړیو او د افغانستان ـ امریکا د سولې او ثبات ډموکراټیکې شورا د امریکا کانګرس ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي. دغه لیک کې پر ځینو موضوعاتو ټینګار شوی او ویل شوي چې که ورته پام وشي، په دې هېواد کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي او د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیل مخنیوی کیدی شي. په لیک کې له افغان ځواکونو مالي ملاتړ، د نجونو، ښځو او لږکیو له حقونو دفاع، د افغان هوايي ځواک سره تلپاتې مرسته، پر طالبانو فشار او د سولې لپاره د سیمې هېوادونو همکاري یې مهم موارد دي.
































