ولسمشر غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جمهوریت تر چتر لاندې د سولې له بهیر سره یو ځای شي. نوموړي وویل جمهوریت زمونږ لپاره سره کرښه ده. غني نن په ارګ د کوچني اختر په مناسبت وینا کې وویل چې ټولې کیسې ختمې شوي او په وینا یې طالبان به له اوسني فرصت څخه بل لوی فرصت پیدا نه کړي. ولسمشر غني د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وویل چې اوس مهال ګڼ شمېر کسان ستاسو په نوم غلا او قاچاق کوي او د طالبانو په نامه له خلکو نه باج اخلي. نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید یو انتخاب وکړي، د هغه په وینا د افغان حکومت انتخاب دا دی چې د هیواد د ستونزې حل لار یوازې سیاسي جوړجاړی دی او جګړه ستونزه نشي هوارولی. ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې همدرانګه زیاته کړه چې افغان حکومت له طالبانو تسلیم خط نه غواړي بلکي سیاسي حل لاره غواړي. د سولې مالکیت او مدیریت به تر دې وروسته ملي وي. ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د افغان حکومت څخه سیمه ییز ملاتړ ورځ تر بلې زیاتیږي.
































