د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یوشمېر کړۍ د کورنۍ جګړې لپاره چمتووالی نیسي. حکمتیار کابل کې د کوچني اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته خپلو خبرو کې وویل، چې بهرني ځواکونه افغانستان کې ناکام شول او پرته له دې، چې خپلو ستراتیژيکو اهدافو ته ورسیږي افغانستان پریږدي او وځي. حکمتیار وایي، پرته له دې، چې یو سیاسي ثبات رامنځ ته شي بهرنیان افغانستان همداسې په جګړو کې پریږدي او ځیني کورنۍ او بهرنۍ استخباراتي کړۍ د تازه جګړو لپاره چمتووالی نیسي. حکمتیار وايي، چې دا مهال د کابل په شمول اکثرو ولایتونو کې د ملیشه جوړونې هڅې روانې دي او پر خلکو وسلې ویشل کیږي. د حزب اسلامي مشر د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې پرون یې له ولسمشر غني او حامد کرزي سره کتلي او ځیني توافقات رامنځ ته شوي، چې په عملي کېدو سره به یې تر ډېره ستونزه حل شي.
































