د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۲ میلیونه ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۸۳ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۶۰ میلیونه ډېر شوی او تر درې میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۳ زره او ۵۴ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۲۸زره ، په مکسیکو کې ۲۱۹زره او ۸۹، په هند کې ۲۵۸زره او ۳، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۹۰، په ایران کې ۷۵ زره او ۹۳۴ او په پاکستان کې ۱۹ زره او ۳۳۶ تنه تر دې دمه کرونا ویروس مړه کړي دي.































