په فلسطین کې حماس ډلې له خپلو نوو توغندیو مخکتنه کړې ده او له دې ډلې لومړنی هغه یې د اسراییلو پر لور توغولی دی. حماس ډله وایي چې دغه توغندی ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي او دوی بریالي شوي چې د اسراییلو په ایلات ښار کې یو ستر هوایي ډګر په نښه کړي. حماس ډلې ویلي له دې توغندي به د اسراییلو پر ضد استفاده کوي. په اسراییلو کې خپلواکو سرچینو دا راپور نه دی تایید کړی خو ځینو اسراییلي رسنیو ویلي چې د اسراییلو پر اسمان یو توغندی تېر شوی دی. بلخوا تر دې دمه پر غزه د اسراییلو په هوایي بریدونو کې شاوخوا ۱۰۳ فلسطینیان وژل شوي دي. حماس ډله هم په اسراییلو کې د ګڼو کسانو د وژل کېدو ادعا کوي.
































