د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته پاکستان د افغانستان په اړه له سختو انتخابونو سره مخ کېدلی شي. ایرو ایشیا په یوه مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت، د بهرنیو ځواکونو وتل او په دې برخه کې د پاکستان پر دريځ بحث کړی دی. په دې مقاله کې راځي که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ارو مرو به طالبان له افغان حکومت سره یو ځای کېږي او دا مسئله به ددې سبب شي چې پر دغه ډله د پاکستان نفوذ کم شي. سرچینه استدلال کوي چې د طالبانو رهبري نوې شوې ده، تر ډېره ځوانان دي پکې او دا کسان له پاکستان سره دومره ښې اړیکې نه لري، چې له همدې امله پاکستان ته ګڼې اندېښنې پیدا شوې دي. سرچینه همدا راز کاږي چې په سرحدي سیمو کې د پښتنو ملتپاله خوځښتونه هم د پاکستان د جدي اندېښنې سبب شوي دي او په دې باور دی چې د طالبانو د سولې په صورت کې به دغه غورځنګونه لا فعال شي او پاکستان به له جدي ګواښ سره مخ کړي. ایرو ایشیا لیکي له دې هر څه سره پاکستان بله لار نه لري، پرته له دې چې له افغان سولې سره مرسته وکړي او له افغان حکومت او په افغانستان کې له راتلونکي نظام سره ښې اړیکې جوړې کړي.
































