روسیې او تاجکستان له افغانستان د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان روسیې ته تللی و او له ویلادیمیر پوتین سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې تر ډېره ددې لیدنې تمرکز له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په سیمه کې پر پېښېدونکي وضعیت و. روسیې له تاجکستان سره ژمنه کړې چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې به په ګډه اقدام کوي او په دغه هېواد کې به لا ډېر سرتېري ځای پر ځای کوي. پوتین ویلي چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمو کې به لا ډېر نظامي تاسیسات جوړ کړي او لا ډېر سرتېري به د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه ځای پرځای کړي. دوی همدا راز ژمنه کړې چې پوځي همکارۍ به ډېروي او اقتصادي اړیکې به پراخوي. روسیه دمګړی په تاجکستان کې اووه زره سرتېري لري چې د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ښایي د سرتېرو دا شمېره لوړه کړل شي. روسیه وېره لري چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي په افغانستان کې جګړې شدیدې شې او دداعش ډلې فعالیتونه هم ډېر شي له همدې امله یې د خپل امنیت لپاره پر تدابیر لاس پورې کړی دی.
































