د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوو تر اوږده ځنډ وروسته په دوحه کې سره لیدلي دي. د دواړو لورو مطبوعاتي برخو په خپرو کړو ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي. د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي ویلي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې تر اختر وروسته به بین الافغاني مذاکرات بېرته پیلېږي او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره به هڅه کېږي. طالب لوري هم ویلي چې د دواړو لورو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې تر اختر وروسته به خبرې او مذاکرات دوام کوي. دواړو لورو داسې مهال لیدلي چې له اوږدې مودې راهیسې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ وو. بلخوا په هېواد کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان شوی او هڅه کېږي چې دغه اوربند وغځول شي خو طالبانو یې وار له مخه غځول رد کړي دي.
































