په تازه نښتو کې لس فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې تېره ورځ جمعه هم په جګړو، هوایي بریدونو او د توغندیو په توغولو تېره شوې ده. اسراییلي ځواکونو پر عامو فلسطینیانو مخامخ ډزې هم کړې دي او هوایي بریدونو ته یې هم ادامه ورکړې ده. په څو ورځنۍ نښته کې ټول ۱۲۶ فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. همدا راز اسراییلي لوري ته هم لس کسه وژل شوي دي او د نورو تلفاتو په اړه معلومات نشته دي. نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له دواړو لورو غوښتي چې بېړنی اوربند وکړي او د عامو وګړو د وژنې مخنیوی وکړي.
































