ولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي. نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی. دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به هېچا ته هم نه پرېږدي. هغه یو ځل بیا ویلي چې طالبان د پاکستان له پراخ او هر اړخیز ملاتړ برخمن دي. دده په وینا طالبان په پاکستان کې روزل کېږي، دغه هېواد یې ملاتړ کوي، مالي مرستې ورسره کوي، هلته مرکزونه لري او لا هم پاکستان پر دغه ډله پراخ او هر اړخیز نفوذ لري. نوموړي تمه ښودلې چې پاکستان په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي. ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو اووه زره زندانیان به خوشي کوي خو په هغه صورت کې چې د سولې د یوې جامع هوکړې له رامنځ ته کېدو ډاډمن شي.
































