پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکار دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د دایمي ډزبندۍ غږ کړی دی او ټینګار یې کړی چې دلته روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي دوی دلته د دایمي اوربند او جګړو د درېدو غوښتونکي دي او د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د پاکستان پر ژمنو بې باوري څرګنده کړې او دغه هېواد یې د وسله والو ډلو ستر ملاتړی بللی دی.
































