د راپورونو له مخې پر فلسطین د اسراییلو هوايي بریدونو تېره ورځ هم دوام کړی دی او پرون یې پر هغه ودانۍ برید کړی چې د الجزیرې او اسوشټېډ پرېس په ګډون د ګڼو رسنیو دفترونه پکې وو. په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو ودانۍ نړېدلې ده. بلخوا امریکا هڅه پیل کړې چې دواړه لوري بېړني اوربند ته وهڅوي. د امریکا ځانګړی استازی په سیمه کې دی او هڅه کوي د دواړو لورو له مشرانو سره وګوري. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اسراییلي او فلسطیني مشرانو ته په یوه تلیفوني مکالمه کې د بېړني اوربند سپارښتنه کړې ده.
































