د بشري حقونو سازمان «رپریو» په یوه راپور کې ویلي، چې سعودي عربستان په وروستیو پنځو کلونو کې ۸۰۰ تنه اعدام کړي دي. ددغه راپور له مخې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کال پورې په دغه هېواد کې پر ۴۲۳ کسانو باندې د اعدام حکم عملي شوی دی. دغه سازمان وایي چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ پورې په سعودي عربستان کې د اعدام حکمونه دوه برابره شوي دي او په دې موده کې ۸۰۰ کسان اعدام شوي دي. ددې راپور له مخې یوازې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۸۶ تنه اعدام شوي چې له ډلې یې ۳۷ تنه په یوه ورځ د همدې کال د اپرېل په ۲۳ مه نېټه اعدام شول. د بشري حقونو سازمان یا «رپریو» وایي، په ۲۰۱۹ کال کې د ۳۷ اعدام شویو کسانو په ډله کې ۱۶ کلن او ۱۷ کلن کسان هم شامل وو چې دولت ضد لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه. خو د سعودي حکومت هغه وخت ویلي، چې دغه کسانو له ترورستي ډلو سره لاس درلود، سوله یې زیانمنوله او غوښتل یې افراطي ایډیولوژي خپره کړي.
































