د غزني د ځينو سیمو اوسېدونکي وایي په خپلو سیمو کې نه حکومت او نه طالبانو ته د فعالیت اجازه ورکوي. د غزني د مرکز اړوند آرزو کلي سلګونه اوسېدونکو په دغه سیمه کې د وروستیو نا امنیو او نښتو په غبرګون کې لاریون کړی دی. دوی وایي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ وروستیو جګړو سخت زیانمن کړي او ددوی ژوند یې تریخ کړی دی، له همدې امله نه طالبانو او نه هم حکومت ته اجازه ورکوي چې له دې وروسته ددوی په سیمو کې فعالیت وکړي او نظامي تاسیسات جوړ کړي. دغه خلکو وروسته له دې اعتراض کړی چې تر اختر مخکې د طالبانو او حکومت ترمنځ په دغه سیمه کې سخته نښته رامنځ ته شوه او په پایله کې یې طالبانو د افغان پوځ ګڼې پوستې ونیولې. غزنی یو له هغو ولایتونو دی چې په وروستیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دی. د غزني ښار اوسېدونکي وایي چې وروستیو نښتو او بریدونو یې ژوند تریخ کړی دی.
































