د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې په ځینو سیمو کې یې اوربند نه دی مراعات کړی او بریدونو ته یې ادامه ورکړې وه. ملي دفاع وزارت همدا راز وایي چې تازه یې په هلمند کې پر طالبانو برید کړی او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































