ښایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي. یوه امریکایي چارواکي د نامه نه ښودو په شرط اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ښايي د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای په لومړیو ورځو کې بشپړ شي. دده په خبره د امریکایي ځواکونو او قراردادیانو د وتلو بهیر په چټکۍ مخ ته روان دی نو له همدې امله به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړېږي. بلخوا د سیمې ځینو هېوادونو یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو پر غیر مسوولانه وتلو اندېښنه ښودلې ده. د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې د امریکایي ځواکونو غیر مسوولانه وتل به د سولې پروسه زیانمنه کړي او په سیمه کې به د ترهګرۍ ګواښ ډېر کړي. هغه تمه ښودلې چې د سولې خبرې ژر یوې پایلې ته ورسول شي.
































