د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن په خپله تازه مرکه کې ویلي، تر دې دمه داسې ښکاري چې طالبان په رښتینې توګه د سولې لپاره تیار نه دي. دده په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې دغه ډله رښتینې سولې ته وهڅوي او په دې توګه هلته روانه جګړه ختمه کړي. هغه همدا راز د تاوتریخوالي مسوولیت هم پر وسله والو طالبانو اچوي او په وینا یې دغه ډلې تهاجمي بریدونو ته ادامه ورکړې او د اوربند غوښتنې نه مني. هغه ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري د اهمیت وړ ده.
































