د ولسي جرګې غړي وایي ژر تر ژره دې په حکومت کې د سرپرستۍ پروسه ختمه شي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په وزارتونو کې د سرپرستۍ دوام تر ټاکلې مودې وروسته غیر قانوني کړنه ده او په اداراتو کې د کمکارۍ او فساد سبب ګرځي. د ولسي جرګې غړي وایي حکومت دې ژر تر ژره سرپرست وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي او هغه وزیران چې د باور رایه یې نه ده ترلاسه کړې باید له دندې ګوښه کړل شي او پر ځای یې دې نوي کسان ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل شي. دوی د ولسي جرګې پر ادارې پلاوي هم نیوکه وکړه چې د سرپرست وزیرانو پر وړاندې قانوني اقدام نه کوي او په دې برخه کې بې پروا دي.
































